دامريکا سره دامنيتي تړون امضآ کيدل
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

 

که د استعماري اشغال د نوي پړاوپيليدل په خوله وايي خو په زړه يي وطن نه دي ـــ داد چيغو ټيکه دار دی مين نه دي

زموږپه وطن کي نيژدي ددولسو کلونو راهيسي دامريکا تر رهبري لاندي غربي نړي داسي يوه خطرناکه لوبه پيل کړي ده ، چی داوس مهال دمنطقي په ډيرو حسا سو سياسي او نظامی شيبو کي دالوبه خپل ځان يوه نوي پړاو ته ننه باسي ۰ که دسياسي تعقل او ملي ګټو په روڼا کي ددې لوبي ژر تر ژره مخنيوي ونه سي ، نو دځاني تلفاتو وڅنګ ته به نه يوازي دا ولس دبربادي وکندي ته واچوي ،بلکه دمنطقي هيوادونه به هم داور په لمبوکي وسوځوي ۰ ځکه نو لازمه ده چی پر وطن مين روشنفکران په ځانګړي توګه هغه سياسي ګوندونه او اجتماعي سازمانونه چی ځانونه ملي او ډموکراټيک بولي ، د ولسی مقاومت سره يو ځاي ژرتژره ديو ملي تفاهم په روڼا کي دا لوبه رامهار کړي ۰ ځکه دد ې لوبی استعماری لوبغاړی غواړی دافغان ( کورني بشری اواقتصادی جنایتکارانو) سره په ګډه دافغان ولس مادی شتمنی دزور په ليونتوب په يوه اوبله بهانه د تيرو دولسو کلونو په څیرد ځان سره يوسي۰ او افغان معنوي شتمني بيا دغربی کلتور قرباني کړي ، چی ددې استعماري او استثماري پروسي لړي نن افغان يرغمل ولس په خپلو سترګو باندي ويني ، يعني ( د مځکو او نورودولتي ملکيتونو غصبول ، بدلمنيو «فحشاوو» ته دډموکراسي تر نامه لاندي لاره خلاصول ، د ځینو ولايتونو په ولسواليوکي ديرغلګرو پوځیانو له خواه دشپي دکورونو په پلټنه کي پر يو شمير افغاني ناموسونو باندي دهم دې جنايتکارانو له خواه جنسي تيري حتا دکندهار په ځینو ولسواليو کي ددوي له خواه دافغاني ښځو تښتول او ورکيدل ، د پلټني پر وخت پر ځينو زړو او ځوانونو باندي دتيلو اچول ، سوځول او په شهادت رسول ، داسلام دمقدس دين څخه په پټو کليساوو کي عيسويت ته دافغانانو اړول ) چی دا دپورتنۍ ادعا دثبوت له پاره يو څو ښکاره اولنډي بيلګي دي ۰په تيرو دولسو کلونو کي دپورتنيوجناياتو په وړاندي کرزي او ډلي يي يوازي تآثر ښکاره کړي ، په نامه دپلټني کميسون ټاکلي اوبس ۰ښکاره خبره ده چی دامنيتي تړون تر لاس ليک وروسته به دپورتني جناياتو لړي داشغالګرو او کورنيو جنايتکارانو له خواه په پوره ډاډه زړه مخ ته روانه وي ۰ ځکه نو ضرور ده چی دامنيتي تړون دلاس ليک کولو په وړاندي دوطن پالني اوافغانيت په پوره صداقت او ايمانداري باندي مقاومت وسی، څو دراتلوونکو نسلونو دپاره نه يوازي وياړ بلکه دښه ژوند سبب هم وګرځي ۰ ودې ملي هدف ته درسيدو له پاره دغه ملی سياسي ډلي او مستقل سياسي کارپوهان بايد دافغانستان داوسني لانجي دحل له پاره ديوه معقول سياسي حل وړانديځ نړيوالوته وړاندي کړي ، څو په عين حال کي دامنيتي تړون پر ځاي، سياسی حل د بديل په توګه راميدان ته سي ۰ چی په دې هکله زما دنظرڅوټکي ددې ليکني په وروستي برخه کي محترم لوستونکي ويلايسي ۰ البته ما دغه دسياسي حل وړانديځ نيژدي دپينځو کلونو راهيسي ونړيوالو او افغاني سياسي ډلوته دافغاني ويب پاڼي له لاري ونشرته سپارلي دي ۰ ددې ليکني اصلي مخه دامنيتي تړون پر حقوقي مشروعيت او قضايي مصؤ نيت باندي ده ۰دا ځکه چی په اوسني مهال کي افغان ولس داشغال تر بيرغ لاندي دملي مقاومت تر څنګ خپلي شپي صبا کوي ، لازمه ده چی ددې سوال په ځواب باندي خپل يرغمل ولس پوه کړو ۰ آيا په اوسني تر يرغل لاندي مهال کي داسي يو مشروع ارګان شتون لري ، چی ددې امنيتي تړون دلاس ليک صلاحيت ولري ؟ په ځواب کي ويلايسو چی نه ، ځکه په اوس مهال کي هيڅ نوع داسي مشروع ارګان شتون نه لري ، حتا چی امنيتي تړون بيله قضايي مصؤنيت څخه هم لاس ليک کړي ۰ په دې اړوند دښه وضاحت له پاره لازمه ده چی لومړي مشروعيت تعريف کړو : مشروعيت : عبارت دهغه حقوقی صلاحيت څخه دی ، چه داکثريت خلګو درايو او ارادې داخستلو په نتيجه کی يو دولت تر لاسه کوي ۰ دا تعريف دنړي داکثريت مروجو دموکراټيکو دولتونومنعکس کونکی دی ۰دسياسی او اجتماعي علومو پوهانو مشروع دولتونه پر درو برخو باندي تقسيم کړي دي :

لمړي ـ هغه خارق العاده شخصيت چه دخلګو ملاتړد بي ساري احساساتو له لاري تر لاسه او ددولت په راس کي قرار ونيسي ۰ دوهم ـ هغه دولتونه چی په عنعنوي يا سنتي ډول يي د خلګو باور تر لاسه او مشروع بلل سوي دي۰ دريم ـ هغه دولتونه چه په ډموکراټيک شکل يي داکثريت خلګو درايو داخستلو په نتيجه کي مشروعيت تر لاسه کړي وي ۰ بايد وويل سي چه دادريم ډول دولتونه که په ريښتيني توګه بي له درغليو څخه داکثريت خلګو رايه تر لاسه کړي ، دخلګو دريښتيني ارادي منعکس کوونکي دی ۰ چه دا دولتونه نظر ونورو دولتونو ته ډير ه دموکراتيکه بڼه لري ۰ بايد ووايو ، مشروعيت يو ثابت مفهوم هم نه دی دا ځکه چه په لمړي قدم کښي ځيني دولتونه کيدلايسي دخلګو درايو ورکولو په نتيجه کي مشروعيت تر لاسه کړي ۰ ولي وروسته د هغوپلانونو څخه چه ټولټاکنودتبليغاتي کمپاين پر وخت يي د هغو په نتيجه کښي دخلګو راي تر لاسه کړي انحراف وکړي ، نو دخلګو باور او اعتماد دلاسه ورکوي ۰ نو په دي صورت کي بيا دا دولت يو غير مشروع دولت بلل کيدلايسي ۰که په دغو هيوادونو کي ډموکراسي موجوده وي نو خلک کولايسي دبيا ټولټاکنو غوښتنه و کړي ۰ او که يي په هيواد کښ ډموکراسي موجوده نه وي ،نو بيادادولت تر خپل ټاکلي وخت تر ختميدو پوری دبرچي په زور خپل حاکميت پر ولس باندي تحميلوي۰ بايد ووايو چی نيژدي ديوه کال راهيسي امريکايي او افغاني خرڅ سوي لوبغاړي په دې لټه کي دي چی دامريکا سره دا امنيتي تړون لاس ليک کړي ۰ څو وکړايسي ددې تړون په روڼا کي افغانستان دتيرو دولسو کلونو په څير تر خپل استعماري او استثماري چتر لاندي وساتي ۰ امريکا ددې سند په لاس ته راوړلو سره غواړي چی نه يوازي نړيوالو ته بلکه خپل ولس ته هم دا وښيی چی پ افغانستان کي زموږ پوځي اډي دافغان ضرورت له مخي پاته سوي او شتون لري، بله کومه مخه نه لری ۰ حقيقت خو دادي چی دځينو سياسي کارپوهانو له نظره اوباما ستراتيژيکي او امنيتي تړونونه دخپل ځان سره امضا کوي ۰ داځکه چی دافغانستان داوسني رژيم لوړ پوړي واکمنان ټول د يرغلګرو لاس پوڅي دي ، او افغان ولس ته کوم مشروعيت نه لري ۰

‍دبله طرفه امريکايي چارواکي سعيه او تلاښ کوي ، چی د امنيتي تړون سند ژرتر ژره تر لاسه کړي ، او وڅنګ ته يي افغان ولس ته دا بيره هم ور په ګوته کوي ، که دا امنيتي تړون ددغه لويي جرګي له خواه رد او دقبول وړ ونه ګرځي نوموږ به خپل ټول سربازان دافغانستان څخه وباسو او اقتصادي کومکونه به هم قطع کړو ۰ چی داخپله هغه سياسي دچل او چم څخه ډک فشار دي ، چی يوازي دامريکا دګټو ښکارندويي کوي ، چی د هم دې امنيتي تړون په لاس ليک کولو کي به دوي هر څه تر لاسه کوي ۰ ځکه نو دامريکا دبهرنيو چارو وزير د اکتوبر په نيمايي کي افغانستان ته راغلي او د کرزي سره تر يوي نيمي ورځي ملاقات وروسته دواړه دارګ په ماڼي کي دامنيتي تړون په هکله دژورنالستانو په وړاندي ښکاره او کرزي دنورو خبرو تر څنګ داسي وويل :

دغه تړون به د افغانستان عزت او ملي حاکميت پرځاى کړي مونږ په دې سند کې پر ملي حاکمیت، د ملکي تلفاتو د مخنیوي پر مسأله، د تجاوز پر تعریف او د بهرنیو ځواکونو د خپل سرو عملیاتو په مسأله کې توافقاتو ته سره ورسېدو.
د بهرنیو ځواکونو او عسکرو د مصؤنیت په برخه کې بحث اوږد نشو ځکه خبره واضیح وه، چې هغه به د افغانستان د خلکو جرګه فیصله کوي، نو سند به بشپړ د افغانستان جرګې ته وړاندې کېږي او جرګه به بحث پرې کوي په ځانګړي ډول د مصؤنیت پر مسأله.
. اوور پسي د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري دنورو خبرو تر څنګ هيله څرگنده کړه چې دغه جرگه به د امريکا په گټه پريکړه وکړي ۰ دکرزي او جان کيري دخبرو څخه داسي نتيجه اخيستل کيږي ، چی دکرزي څرګندوني دپخواه په څير دچل او چم څخه ډکي ، هوايي او دملي ګټو ضد خبري دي ۰ ولي دجان کيري دڅرګندونو څخه معلوميږي چی ، دي سل په سل کي اطمينان لري چی دا په نامه لويه جرګه به دامريکا ګټي په نظر کي نيسي ۰ داځکه چی دا جرګه داستخباراتوله خواه څخه سازمان دهي کيږي ۰ که دپورتني امنيتي تړون مشروعيت ته دلاس پوڅي حاکميت تربيرغ لاندي وکتل سي ، دملی او نړيوالو حقوقو له پلوه هيڅ ډول مشروعيت نه سي پيداکولای ، دا ځکه چی : دهيوادونو تر منځ د ستراتيژيکي او امنيتي تړونولاس ليک کول هغه وخت حقوقي مشروعيت تر لاسه کولايسي چی دواړه مستقل او يو پر بل دپوځی يرغل څخه دباندي شتون ولري ۰ ځکه ديوه هيواد داشغال په مهال کي هر نظا مۍ او اقتصادي تړون دغالب هيواد دګټو منعکس کوونکي وي ، دا ځکه چی لاس پوڅي رژيم يي دخپلو شخصي ، ګروپي ګټواوبقا له پاره هر ډول تړونونوته حاضروی، چی لاس ليک يي کړي ۰ چی په دې حالت کي په ښکاره ډول ملي ګټي تر پښو لاندي کيږي ۰ ځکه نو کرزي او ډله يي کوښښ کړي دي چی ددې استعماري امنيتي تړون متن دلاس ليک څخه مخکي دجمعي رسنيو څخه ليري وساتي ۰ څوځان او ډله يي دولس دقانوني او مشروع فشارڅخه ديو لنډ وخت له پاره پټ ساتل سوي وي۰ ـــ دقضايي مصؤنيت په هکله په لنډه توګه بايد ووايو: څه رنګه چی افغا نستان يواسلامي هيواد دي اود ولس نيژدي ۹۸ فيصده يي داسلا م په مبارک دين باندي مشرف دي ، او په دې باندي عقيده لري ، چی پاک خداي ( ج) ديوه بنده دحق څخه بل بنده ته نه تيريږي يعني دا( حق العبد ) دي۰ دا په دې معني چی که يو انسان دبل انسان په زريعه په قتل رسيږي دا حق يوازي دهغي کورني دي ، چی مقتول پوري اړه پيدا کوي چی هغوي دا قاتل بخښي ،او که داسلامي شريعت سره سم جزا ورکوي ۰ځکه نو په افغانستان کي هيڅ داسي يو ارګان او لوړ پوړي حاکميت شتون نه سي پيدا کولاي ، چی د يو ه خارجي هيواد پوځ ته دقضايي مصؤنيت حق ورکړي ۰ حتا که په افغانستان کي مشروع قانوني حاکميت هم شتون ولري ، دقضايي مصؤنيت حق و بهرنيو لښکروته نه سي ورکولاي ۰ چی بهرني مجريم پوځیان دبشري او اقتصادي جناياتو په کولو سره بيا هم مصؤن وګرځي ، او يا دتيرو کلونو په څير ځيني بهرني جنايتکاران د رواني مريضي تر نامه لاندي او ځيني بيا په خپلو هيوادونو کي دمحکمي تر نامه لاندي دافغانستان څخه و ايستل سي ۰ ځکه نو نه کرزي او نه داستخباراتو له لاري راغوښتل سوي ( ۲۵۰۰ ) کسيزه په نامه لويه جرګه ددې صلاحيت لري ،چی دا امنيتي تړون امضآ کړی ۰ ځکه ددې تړون امضآ کوونکي به دملي خاينينونو په نامه ياد سي ۰دبله طرفه وسله وال مقاومت هم دا تړون غير قانوني او نا مشروع بللي دي ۰ ځکه نو، وڅنګ ته به د بي امنيو لمن پراخه ، افغان به يي دافغان سره په جنګ اچولي او دمنطقي هيوادونو ته به يي ښه پلمه په لاس ورکړي وي ۰ بايد ووايو چه په اوس مهال کي دنړي دسياسي او اقتصادي شرايطو څخه هم داسي معلوميږي ، چه که هر څونه ژر دافغانستان داوسني لانجي دسياسي حل له پاره سعيه اوتلاښ وکړل سی ، په هغه اندازه به په افغانستان او منطقه کښي بشري ناورين ته دپاي ټکي ايښول سوي ، دافغان ولس ګټي به خوندي ساتل سوی ، او د ريښتيني ولس واکي له پاره به هم پراخه زمينه رامنځ ته سوي وي ۰ ځکه نو ضرور او لازمي ده چی ژر تر ژر ه په کابل کي يو بين الا ا فغاني کنفرانس جوړ، چی په دې کنفرانس کي نه يوازي د سياسي حل د ميکانيزم پر وړانديزباندي پريکړه وسي ،بلکه په دې کنفرانس کي بايد يو کميسون هم وټاکل سي ۰ چی د هم دغه منتخب کميسون په زريعه دميکانيزم وړانديز ملګرو ملتونو ، دامريکا تر رهبري لاندي نړيوالي ټولني او دوسله وال افغاني مقاومت ورهبريو ته وسپارل سي ۰ چی ددې کنفرانس ابتکار بايد ملی ډموکراټيک ګوندونه او ملی مستقل سياسي کار پوهان په لاس کي واخلي ۰ ولي دا هم بايد په ښکاره وضاحت دجنګ دواړو خواوو ته توضيح او وويل سي ، چه دواړه طرفه بايد دخپلو هغو غير عملی دريځونو څخه لږ څه ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍شاته ولاړ سي کوم چه په افغانستان او منطقه کښي دصلح دراتلو دخنډ سبب ګرځي ۰دمثال په ډول :

 

 

امريکا او ددوي لاس پوڅي دولت بايد داشرط دوسله وال مقاومت په وړاندي ليري کړي ، چه هغوي دي دافغنستان اساسي قانون ومني او وسله دي پر مځکه کښيږدي بيا دي نو دخبرو وميز ته حاظر سي ۰ چه دا نو په واقعيت کښي دمذاکرو له پاره شرط نه بلکه په ښکاره ډول دتسليمي معني لري ۰

ولي وسله وال مقاومت هم بايد دمذاکرو څخه وړاندي دملی ګټو په پام کي نيولو سره داسي شرطونه ليري کړي ، چی هغه د مخامخ خبرو او مذاکرو دخنډ سبب ګرځي ۰

دافغاني منتخب کميسون دوړانديز له مخي دي د ملګري ملتونواداره بايدپه دې حساسو شيبو کي ودې ته وهڅول سي چی دامريکا تررهبري لاندي نړيوال ائتلافي ځواک ،دافغانستان وسلوال پوځ او ددولت په مقابل کي وسله وال مقاومت بي له قيداوشرطه اوربند اعلان اودملګرو ملتونوله خواه دي دواړه طرفه دمذاکري له پاره و نړيوال کنفرانس ته راوبلل سي۰

 

دسياسي حل دميکانيزم له پاره ځيني اساسي ټکي :

 

 

۱ ــ ددې نړيوال کنفرانس افغاني ګډون کوونکي بايد دافغانستان داوسني حاکميت اوددوي په مقابل کي د وسله وال مقاومت سربيره يو تعداد آزاد پر وطن مين په داخل او بهر کښی سياسي کارپوهان ، دملي ډموکراټيکو ګوندونواستازي اويو شمير په ولس کي محبوب شخصيتونه وي۰

۲ ـــ  دا نړيوال کنفرانس بايددهيڅ يوه بهرني هيواد دنظامي ، سياسي اواقتصادي اغيزي لاندي نه وي۰

۳ ـــ دبهرنيو قواوودوتلو زماني جدول دي داسي جوړکړل سي ، چه هيڅ نوع بي امنيو ته مخه خلاصه نه کړي۰

۴ ـــ که د بهرنيو قواوو دوتلو پر سر اوزماني جدول باندي خبرو ځان ته مشکله بڼه اختيار کړل ، نوپه هغه صورت کي دي ددغه ټاکلي وخت دپاره دملګرو ملتونو دصلح ځواک او يادي داسلامي نړي دهيوادونوڅخه تظامي پوځونه بله ګاونډي هيوادونو څخه راوغوښتل سي کوم چی ديرغل په کلونو کي دناټو تر رهبري لاندي شتون نه درلودي ۰ ولي په هم دغه ټاکلي وقفه کي بايد په مملکت کښی ټولي غير قانوني سلاحوي دهر ګروپ اوخصوصي امنيتي شرکتونو څخه چه وي راټولي اودملي دفاع او کورنيو چارو وزارت ته وسپارل سي۰

۵ ـــ دا نړيوال کنفرانس بايددافغانستان دملي ګټو په نظرکي نيولو سره نوي لنډ مهاله اداره جوړه اوترراتلونکي لويي جرګي ترجوړيدو پوري دي دولتي چاري مخ ته بوزي۰

۶ ـــ  داکنفرانس بايد پر نړيوالي ټولني باندي زور واچوي چه دراتلونکو پينځو کلونودپاره بي له قيده اوشرطه خپلو اقتصادي کومکونوته ادامه ورکړي ۰ ولي دهرکال په اخر کښي بايد دپيسو دمصرف دقيق راپور واخيستل سي اودنوي کال اقتصادي کومک پيسي دې ددولت په واک کي کښيښول سي۰

 ۷ ـــ ملګري ملتونه بايد دامنيت شورا ته وظيفه ورکړي چه په راتلونکو وختونوکي دافغانستان په کورنيو چارو کي کوم بهرني هيواد مداخله ونه کړي ۰او په دې هکله دې دافغانستان نوي دولت ته نړيوال تضمين هم ورکول سي ۰

۸ ـــ د افغانستان نوي دولت بايد دپخوا په څير خپله عنعنوي بيطرفي وساتي او خپلي ډيپلوماتيکي اړيکي دي نه يوازي دهمسايه هيوادونو سره بلکه دنړي دټولو هيوادونو سره دمتقابل احترام پر اصل باندي وساتي ۰ تمت بالخير

 

 






November 15th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات